زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-03-04  |  2024-09-08  |  تازه شوی په: 2024/09/07 - 04:09:3 FA | AR | PS | EN
سږنی دوبی، ښايي د تاریخ تر ټولو تود اوړی وي             د غزه شهیدانو شمیر ۴۰ زره او ۸۶۱ تنو ته رسیدلی دی             یوناما د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د غونډې جوړولو اعلان وکړ             تېر کال مو تر دوه میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول کړي             کندهار ته د تښتول شوې هندۍ الوتکې په اړه جوړ شوی سريال ناندريز شوی             افغانان باید د کار لپاره د سیاحتي ویزې سره ایران ته لاړ نشي             چین په نړیوالو فورمونو کې د طالبانو حکومت ملاتړ کوي             د طالبانو مشر په دشت لیلي کې د زرګونو بې نومو طالبانو ډله قبر ته ولاړ             پخواني لوی څارنوال د څارنوالانو پر وژل کېدو غمرازي وښوده             د طالبانو او ترکمنستان ترمنځ د دوه تړونونه لاسلیک             ځان له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته ژمن بولو             د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل             په جرمني کی د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ ته یوه اوونۍ وخت             د طالبانو نوی قانون د بشري حقونو دشاتګ ښکارندويي کوي             په جاپان کې سږ کال ۴۰ زره تنه په یوازیتوب کې مړه شوي            

تاريخ النشر: 2024/07/17 - 01:49:3
زيارة: 201
مشاركة مع الـأصدقاء

په ننګرهار کې طوفان ۲۳۰ تنه وژلي او ۲۳۰ نور یې ټپیان کړي دي
 په ننګرهار کې طوفان ۲۳۰ تنه وژلي او ۲۳۰ نور یې ټپیان کړي دي

انصار: ( د چنګاښ۲۷مه)، د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په جلال اباد ښار او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د سختو بارانونو او طوفانونو له امله لږ تر لږه ۳۵ تنه مړه او ۲۳۰ نور ټپیان شول. د کونړ، بدخشان، پنجشیر او کاپیسا ولایتونه هم د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان وو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو ته وویل، چې د پېښې له ځایه د ننګرهار ولایتي روغتون او د بي بي فاطمه الزهرا روغتون ته جسدونه او ټپیان ور وړل شوي دي.

 د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس قريشي بدلمن وويل، دغه طبيعي پېښې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته په سره رود، بهسودو، بټي کوټ او يو شمېر نورو سيمو کې رامنځته شوې دي.

 هغه زیاته کړه چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

 هغه زياته کړه، چې تر اوسه د ننګرهار حوزوي روغتون ته ٣٥ جسدونه او ٢٣٠ ټپيان ور وړل شوي او ښايي شمېره لوړه شي.

 ځايي چارواكي زياته كړه، چې طبيعي پېښو كورونه، باغونه، پلونه او سړكونه ويجاړ كړي دي.

 په همدې اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ننګرهار کې د طوفان او سختو بارانونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره اعلان وکړ چې د حکومت اړوندو ادارو ته هدایت ورکړل شوی چې دغو سیمو ته ولاړ شي. د شهیدانو جسدونه او ټپیان ژر تر ژره انتقال شي.

دغه راز د کونړ، بدخشان، پنجشیر او کاپیسا په ګډون یو شمېر نور ولایتونه هم د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان وو.

 د کونړ ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په کونړ ولايت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د يوه سړي، دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او سخت زيانونه يې اړولي دي.

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مدیر وویل: «د خلکو لارې په بشپړه توګه ویجاړې شوې او هیڅ کلی هم خلاص نه دی. په ټوليزه توګه کرنيزو ځمکو ته ډېر زيانونه اوښتي دي.

 په کاپيسا کې سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې سېلابونو درې تنه وژلي دي. سېلابونو د نجراب او اله سای ګواه ولسواليو ځينې برخې اغېزمنې کړې دي.

 سږ کال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو ډېر زيانونه اړولي، چې تر ټولو ډېر زيان يې په بغلان او غور ولايتونو کې شوى دى.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32536






*
*

*



قرأ

سږنی دوبی، ښايي د تاریخ تر ټولو تود اوړی وي


افغانان باید د کار لپاره د سیاحتي ویزې سره ایران ته لاړ نشي


د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل


په جاپان کې سږ کال ۴۰ زره تنه په یوازیتوب کې مړه شوي


په جرمني کې له برید وروسته د افغان او سوري کډوالو د نه منلو غوښتنې وشوې


په خوست کې له شپږم ټولګي پورته زده کړو پروګرامونه خپارول بند شو


د اوبو د کمښت ستونزه به په اساسي ډول حل کوو


په ۱۶ ولایتونو کې د تېزو بارانونو وړاندوینه


له سیستان او بلوچستان ولایته په ۴ میاشتو کې تر ۵۶ زره ډېر کډوال خپل هیواد ته استول شوي


نن او سبا د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی


په تیر کال کې د چاپیریال ساتنې په برخه کې پنځه تړونونه لاسلیک شول


له ۶ میاشتو راهیسې پاکستان کې پر ۱۶۳۰ ماشومانو جنسي تېری شوی


په ۲۹ ولایتونو کې کډوالو ته ۴۶ چمتو شوي ښارګوټي لرو


د کابل اوبو کمښت ستونزی د حل لپاره هڅې پیل شوي


پاکستان د بار وړونکو لاریو پرتګ راتګ بندیز لګولی دی


عصري زده کړې فرض کفایي ده، ډرون به جوړوو


د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې انتظار خونه جوړیژي


د يوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي


طالبانو وایی د پوهنتونونو نوی نصاب جوړ شوی


۱۰۰ ټنه تاریخ تېري درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شو


د سېلابونو له امله د پنجشېر لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړل شوې


درې تنه انسان تښتوونکي په لښکرګاه ښارکې د پوليسو له خوا ونيول شول


پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروله


افغانستان کې تر ۴۰ سلنې ماشومان په رواني ناروغیو اخته شوي


د ټولو ښځینه کارکوونکو معاشونه نه دي کم شوي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان